خبرونهښوونه او روزنه

په جوزجان کې نږدې ۵ زرو ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شوه

کابل، د تلې٥ مه، باختر

په جوزجان کې اکتيد موسسې ٤٩٥٠ ماشومانو ته چې له زده کړې بې برخي وو، د زده کړې زمينه برابره کړه.

په یاد ولایت کې د اکتيد موسسې مسوولين وايي، چې د يونيسف په مالي مرسته یې د جوزجان په مرکز او نهو ولسواليو کې ١٦٥ سيمه ييز ټولګي جوړ کړي چې له دې لارې ٤٩٥٠ ماشومان چې له زده کړې بې برخې وو، د زده کړې زمينه ورته برابره شوې چې نن  يې د زده کوونکو او ښوونکو د اړتيا وړ وسايل هم پرې ووېشل.

په همدې حال کې د جوزجان د پوهنې رييس مولوي محمد طاهر جواد وايي، چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسواليو کې به نورو هغو ماشومانو ته هم د زده کړې زمینه برابره شي چې له زده کړو بې برخې دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا