امنیت

په لغمان کې د سولې له بهير سره د طالبانو د لس کسيزې شبکې پيوستون

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د طالبانو د ډلې لس کسيزه شبکه په لغمان کې د سولې له بهير سره يوځاى شوه .
  دملا شاه ولي په مشرۍ  دغو کسانو مخکې له دې د لغمان په بېلابېلو برخو کې په ډار اچوونکو فعاليتونولاس پورې کاوه .
د لغمان والي محمد اصف ننګ د سولې له بهير سره د دغو طالبانو د پيوستون هرکلى وکړاو ويې ويل: د سولې بهير ته هر راز راستنيدونکي ته يوه نمره ځمکه ورکول کېږي څو خپل سوله ييزژوند له سره پيل کړي .
  د لغمان والي له ټولو طالبانو څخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي .
د سولې  له بهير سره يوځاى شوى قوماندان ملا شاه ولي د هغه څه له امله چې په تېرو وختونوکې يې د خپل هېواد اوخلکو په وړاندې  ترسره کړي و، پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل: چې له دې وروسته به دامنيت په تامينولو او د هېواد په بيا جوړولو کې ونډه واخلي .
ختم_ عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته