امنیت

په هرات کې له وظيفوي صلاحيت څخه دناوړې استفادي په تور ديو افسر محاکمه

کابل _ باختردکب شلمه :
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونوسره دمبارزي دمديريت يو افسر په يو کال او شپږو مياشتو بند محکوم شو .
له وظيفوي صلاحيت څخه دناوړې  استفادي په تور ددغه سړۍ دوسيه دهرات ولايت داداري فساد له امله درامنځته شويو جرمونو دابتدائيه محکمې  په غونډه کې چې ددغې محکمې درييس قضاوتمند شيراقا منيب په مشرۍ جوړه  شوه وڅيړل شوه .
  دغه سړى دعسکر ي جرمونو له  قانون سره سم  دجزا دقانو ن د ١٤٦ مادي په پام کې نيولو سره  په  تنفيذي  بند محکوم شو .
په پاى کې تورن ته په داسې حال کې چې مدافع وکېل هم حاضر و تفهيم شوه چې داستيناف غوښتنې  حق يې محفوظ  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته