
کابل، د کب ۲۰ مه، باختر
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې برک دفتر د دغه ولایت له ۱۶ روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول حمیدالله درزابي باخترآژانس ته وویل، چې په دغو مرستو کې ۳۰ قلمه طبي وسایل شامل دي، چې په دې سره به د یاو مرکزونو شته ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې په جوزجان کې د برک دفتر دوه اوونۍ مخکې هم د ۹۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت په لسګونو قلمه طبي او غیرطبي وسایلو مرسته کړې وه.
جهانیار