خبرونهښوونه او روزنه

په جوزجان کې پر ۳۴ زره زده کوونکو بیکونه او قرطاسیې ووېشل شوې

 کابل، د لړم ۹ مه، باختر

د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د یونیسف په مرسته پر ۳۴ زره زده کوونکو بیکونه او قرطاسیې ووېشل شوې.

د جوزجان د پوهنې رییس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د نویو او د ۷ ټولګیو پر زده کوونکو بیکونه او قرطاسیې ووېشل شوې.

نوموړي دغه راز له نورو مرستندویه موسسو وغوښتل، چې د پوهنې په پرمختګ کې له دوی سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده له دې مخکې هم د یونسیف په همکارۍ په یاد ولایت کې له ۵ زره زده کوونکو سره د بیکونو او قرطاسیو مرسته شوې وه.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا