ټولنه

د پکتيا په صنعتي پارک کې سوداګرو ته د ځمکو وېش پېليږي

ګرديز باخترد وږي د میاشتې ۵ مه
د پکتيا د سوداګرۍ خونې مشر وايي چې ډېر زر به د پکتيا په صنعتي پارک کې سوداګرو ته د ځمکې د وېش لړۍ پيل کړي.
دسوداګرۍ خونې مشر نصير عالميار باختر اژانس ته وويل چې، د دغه پارک د ځمکې د وېش اداري چارې بشپړې شوي دي.
هغه وویل چې تر دې دمه د پکتیا په صنعتي پارک کې څه باندې درې سوه جواز لرونکي سوداګر غړیتوب لري.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په پکتیا کې څه باندې ۴۵ لویې، منځنۍ او کوچنۍ تولیدي فابریکې فعالیت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته