روغتیا

په سرپل کې روغتيايي مرکزونه سمبال شول

کابل باختر دمرغومي ۱ نېټه د سرپل روغتيايي مرکزونو ته کافي روغتيايي درمل او تجهيزات وليږدول شول دسرپل دعامې روغتيا مسوولين وايي چې په ژمي کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په خا‌طر د دغه ولايت په کچه ٦٤ روغتيايي مرکزونو ته اسانتياوې برابرې او په وسايلو سمبال شوي دي. د سرپل ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر نور الحق مراد جليس باختر اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د روغتيايي کلينيکونو او په تېره بيا لرې سيمو ته درمل، لوژستيکي او دسوند توکي ليږدول شوي دي . جليس زياته کړه چې يوه اندازه درمل د نړۍ د روغتيايي سازمان له خوا هم مرسته شوې وه چې د روغتيايي په مرکزونو او په ولسواليوکې زيرمه شوي او د اړتيا په وخت کې به له هغو څخه استفاده وشي . د سرپل د ولايتي روغتون رييس ډاکتر محم رستم رحيمي هم د موسمي ناروغيو د مخنيوي په خاطر د دغه روغتون د اقداماتو خبر ورکړ او ويې ويل چې د سرپل ولايت په کچه ۷۰ سلنه روغتيايي اسانتياوې شتون لري او د سرپل ۹۰ سلنه اوسيدونکي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري . ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته