سیاست

دناټو تدارکاتي لاره به دپيښور په تګلورې کې وتړل شي.

پيښور ډي ډان   باختر دلړم دمياشتې ١٥
دپاکستان دانصاف تحريک ګوند شريک دجماعت اسلامي ګوند چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې واکمن ګوند دى  پرون يې اعلام وکړ چې دپيښور په تګلوري کې به دناټو مهمه  تدارکاتي لاره د راتلوونکي جمعې په ورځ  وتړى.
دباختر آژانس دخبرله مخې  :  دجماعت اسلامي ګوند ناحيوي مشر بهرالله ديو خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل  :  چې ددغه ګوند په زرګونو تنه غړي او پلويان به دجمعې په ورځ له غرمې وروسته په  دوو بجو په کوهاټ رود او دارينګ  رود په چوک کې په افغانستان کې دناټو دميشتو ځواکونو تدارکاتي لاره  وتړلي.
دغه مشرله طالبانو وغوښتل چې له حکومت سره دسولې پيشنهادي خبرې ردې
نه کړي او د دوى ګوند چمتو دى چې ددغو خبرو زمينه برابره  کړي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود له وژل کيدو وروسته ددغې ډلې او حکومت ترمنځ دسولې خبرې  ځنډول شوې دي.
حکيم الله محسود په شمالي وزيرستان کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته