امنیت

په هرات کې دوه تنه د وسلو د قاچاقو په تور په بند محکوم شول

 کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۹مه
دوه تنه د وسلو د قاچاقو په تور د هرات د ښاري محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول.
د دغو قاچاق وړونکو قضيه د ښاري محکمې د رئيس محمد شعيب ابراهيمي په مشرۍ  وڅيړل شوه چې په نتيجه کې يو تن د درېيو کلونو بند په سزا او يو تن بل په درېيو کلونو تنفيذي بند سربيره د ٢١٥٠٠ افغانيو نغدي جريمې هم محکوم شو.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې د نشه يي توکو يوه قضيه هم وڅيړل شوه  چې تورن د دوو کلونو او دوو مياشتو تنفيذي بند په سزا محکوم شو.
د غونډې په پاى کې په ټاکلې موده کې د مجرمينو د استيناف غوښتنې حق خوندي اعلام شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته