سیاستخبرونهامنیتټولنهTOP

د رياست الوزرا اداري مرستيال د کابل د امنیې قومندانۍ فعاليتونه وستايل

کابل، د سلواغې ۲۵ مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له مرستیال مولوي محمد شاکر سعد سره وکتل.
د کابل د امنیې قومندانۍ مرستیال په دغه کتنه کې د يادې قومندانۍ د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستيال ته راپور وړاندې کړ.
هغه وویل، د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین تل د امنیت د ټينګښت او خلکو ته د ښو خدمتونو د برابرولو په برخه کې هڅه کوي.
نوموړي همدارنګه غوښتنه وکړه، چې د بېلابېلو ولایتونو د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دغه کتنه کې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ کړنې او فعالیتونه وستایل.
هغه زياته کړه، چې د سراسري امنیت ټينګښت او د مجاهدینو وضعیت او د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه ده.
اداري مرستيال زياته کړه؛ مسوولین او مجاهدین دې هڅه وکړي، چې د امنیت د ټينګښت، د خلکو ارامي او د خدماتو برابرولو په برخه کې خپل مسوليتونه په ښه توګه ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته