سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دبشري حقوقو د رعايتولو او دهيواد د امنيتي ځواکونو په واسطه د استوګنې دسيموپه محاربوي عملياتو کې له بهرنيو ځواکونوڅخه دهوايي بمبارۍ د نه غوښتنې په باب يو حکم منظور کړ

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دبشري حقوقو د رعايتولو او دهيواد د امنيتي ځواکونو په واسطه د استوګنې دسيموپه محاربوي عملياتو کې له بهرنيو ځواکونوڅخه دهوايي بمبارۍ د نه غوښتنې په باب يو حکم منظور کړ.
په حکم کې ويل شوى دى: د استوګنې په سيمو کې د نړيوال ائتلاف د ځواکونو دهوايي بمبارۍ د بندولو او دملکي وګړو د سر د زيان د مخنيوي په باب چې له څوکلونو راپديخوا ترسره کيږي؛ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست پرله پسې هلې ځلې، په افغانستان کې د ائتلاف د ځواکونو د شپنيو عملياتو د بندولو په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع د وزير او د ناټو او ايساف دځواکونو د لوى قوماندان په واسطه  د روان کال د وري د مياشتې  دشلمې نيټې دموافقه ليک د لاسليک سبب شوى .
  دحکم له مخې: له دغو هلوځلو سره سره، د استوګنې په سيمو دبهرنيو ځواکونو دهوايي عملياتو د دوام او د سرغړونو ځينې موارد لاتراوسه پورې هم ترسترګو کيږي .
د ناټو او ايساف له ځواکونوسره په ترلاسه شوې موافقې سربېره، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  افغان ځواکونو ته  ددغو مواردو لارښوونه  کړې ده .
دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونه او دملي امنيت لوى رياست دې په هيڅ نامه دخپلوعملياتو په بهيرکې دبهرنيو ځواکونو له خوا د استوګنې په سيمو دهوايي عملياتو د اجرا کولو غوښتنه ونه کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته