کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٤ :
وسله والوطالبانو تېره شپه دبغلان ولايت په مرکز پلخمري ښارکې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت يوې ستنې ته اور واچاوه.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول ذبيح الله دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو د دغه ولايت په مرکز پلخمري ښار پورې اړوند د پوزه ايشان په ساحه کې د اتصالاتو د مخابراتي شرکت دغې ستنې ته اور واچاوه چې خلکو ته يې ستونزې پيدا کړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ