ټولنه

د افغانستان د قومونود همغږۍ او انسجام دعالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٥ :
د افغانستان د قومونود همغږۍ او انسجام دعالي شورا غونډه جوړه شوه.
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت دخپرونو رياست باخترآژانس ته  خبرورکړ :
په دې غونډه کې چې دسرحدونو او قبایلو چارووزارت د کنفرانسونو په تالارکې جوړه شوې وه دسرحدونو اوقبایلو چارو وزیرډاکټر محمداکرم خپلواک، دجرګو او قبایلي چارو معین الحاج محمد یعقوب احمدزی او  د افغانستان د قومونو د همغږۍ او انسجام د عالي شورا غړو، چې له
ګڼو قومي شورا ګانو استازیتوب کوي، برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې، خپلواک دغونډې برخه والو ته يې وویل:
دا دوه میاشتنې سفر مو، چې د یووالي او تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه په ریښتینې توګه پیل کړی هیله من یم، چې د باور او اعتماد په فضا کې پرمخ ولاړ شی، خداې دې وکړي چې دولسونو  حرکت د سولې او ثبات لپاره  نوی ګام وي هغه ستونزې او مسایل، چي د افغانستان دسیاسي حالاتو په برخه کې شتون لري هغه به تشریح کووخو په اړه ېې پرېکړې په تاسو پورې اړه لري. شورا به په خپلواکه توګه عمل کوي او زموږ دنده یوازې د امکاناتواو آسانتیاوو برابرول دي، ده وویل: د قومي شوراګانو له ظرفیت څخه چا ګټه نه ده اخیستې چې اوس دا زمینه د شوراګانولپاره برابره شوې ده، چې دخپل شتون اعلان ېې وکړ.
په دې غونډه کې ډاکټرخپلواک د وینا ترڅنګ ځینې طرحې هم وړاندې کړې چې په هغې کې د اجراییه شورا پر دندو او څرنګوالي او همدا راز د اړیکو اوهمغږۍ، د شخړو د حل او دسولې په برخو کې د دریو کمېټو جوړول شامل وو.
دغه راز په دې غونډه کې د یادې شورا غړو په وړاندې شویو طرحو او وړاندیزونو خپل نظرونه څرګند کړل او د شورا، اجراییه شورا، کمیسیونونو او کمیټو پردندو، جوړښت، څرنګوالی اوهمدارنګه دشورا په ناپیلتوب ، مرکزیت او شتون هراړخیزې خبرې وکړې او سرحدونو او قبایلوچارو وزارت هاند اوهڅې، چې د قومونو د یووالي په برخه کې ېې په نه ستړې کیدونکې توګه روانې ساتلي وستایلې او ملاټړيې و کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته