کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٧ :
په سمنګانو لايت کې تيره شپه د ناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې درې تنه ځوانان شهيدان شول.
دغه پيښه د فيروز نخچير ولسوالۍ په لب آب کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې يرغلګرو ډزې وکړې چې دغه ځوانان دخپل کــــور په وړاندې په خبـــرو بوخت وو.
د سمنګانو ولايت د فيروز نچيرولسوال محمد همايون برلاس دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د ناپيژاندو وسله والـــو کسانو په دغو ډزو کې درې تنه ځوانان شهيدان شول .
تر اوسه پورې د دغو ډزو انګيزه او د يرغلګرو هويت نه دى روښانه شوى .
پوليس وايي چې د دغې پيښې په اړوند يې د دغه کلي يو اوسيدونکى نيولى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ