
کابل، د زمري ۱۵مه، باختر
د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د ترناب ازبکیه منځني ښوونځي ودانۍ ته د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمې له خلکو څخه یې د یاد ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله په ځانګړې توګه حاجي عبدالوکیل رسولي څخه مننه وکړه او له نورو یې هم وغوښتل چې د پوهنې په برخه کې مادي او معنوي همکاري وکړي.
د یاد ښوونځي ودانۍ په یو جریب ځمکه کې چې ۵ درسي ټولګي او دوه دفتري خونې به ولري، د یو میلیون او ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په دغه ښوونځي کې ۶۵۰ زده کوونکي تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي، چې د ودانۍ په جوړېدو سره به ورته د زده کړو لپاره ښه زمینه برابره شي.
لمر