(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

په جوزجان کې یو سړي د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړیتوب د خپل زوی قاتل ته بخښنه وکړه

کابل، د غوايي ۹مه، باختر

د جوزجان ځايي مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلامي امارت د مشرانو په منځګړیتوب د جوزجان ولایت یو اوسیدونکي د خپل زوی قاتل بخښلی دی.

په یاده غونډه کې د هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ملا عبدالقهار حاجي ادریس او د ولایت مرستیال مولوي ګل محمد سلیم خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې موږ له مرکزي او سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای د وژل شوي کس پلار ته راغلي یو ترڅو دغه دښمني په عفو او بخښنه پای ته ورسوو.

همدارنګه په یاده غونډه کې یو شمېر چارواکو او دیني عالمانو هم د عفوې او بخښنې د فضیلتونو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم د یاد ولایت مرستیال مولوي ګل محمد سلیم د خپل پلار قاتل ته عفوه او بخښنه کړې وه.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا