امنیت

د ملي امنیت سلاکار د سیمه ییز امنیت په ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته لاړ

کابل/دليندى ٢٦مه/ باختر
دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سیمه ییز امنیت په ناسته کې د ګډون په موخه د ایران پلازمېنې تهران ته روان شو.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ناسته د افغانستان، ایران، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د ملي امنیت د سلاکارانو په ګډون جوړېږي.
په ناسته کې به د سیمې د امنیت او سیمه ییزو امنیتي همکاریو په اړه خبرې او بحثونه وشي.
د ملي امنیت سلاکار به په ناسته کې وینا وکړي او د نورو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره به دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
دا د سیمه ییز امنیت په اړه د خبرو اترو دوېم کنفرانس دی. لومړی هغه یې د تېر کال په اکتوبرکې د ایران په پلازمېنه کې شوی و.
پاى/ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته