کابل- باختر د چنګاښ دمياشتې ٣
په قندهار ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول. دغه پيښه دقندهار ښار په يو ګڼ ميشت ځاى کې رامنځته شوه .
پوليس وايي چې ماين په واټ کې ښخ کړى شوى و او د پوليسو د سرتيرو د کاروان د تيريدو په وخت کې وچاوديد.
دقندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
دقندهار ښار په ميرويس روغتون کې ډاکترانو د دغې پيښې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب وباله.
په قندهار ښارکې د پوليسو يوه مسوول وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې دوى د دغې پيښې دعاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
0 1 دقیقه لوستل