امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله د ١٢ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د  مرغومي  نهمه :
دولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پوځيانو او کليوالو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت  په مرکز لښکرګاه ښار کې دوسله والو طالبانو دجنګي  وسايلو ددوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته