ټولنه

منګل: د حصارک ولسونو ته د يووالي لارښوونه وکړه

جلااباد باختر د غويي د مياشتې ۲۶ مه
د ننګرهار والي د حصارک ولسوالۍ د معروف خېلو او جبارخېلوله قومي مشرانو سره د ناستې پر مهال له دوی څخه د يووالي غوښتنه وکړه او د امنيت په تامين کې يې د ولسونو همکاري مهمه وبلله.
په هغې کتنه کې چې په همدې موخه پر ځای شوې وه، د جبارخېلو او معروف خېلو قومونو مشرانو وويل، چې په حصارک ولسوالۍ کې د مخالفينو او مافيا کړۍ له خوا ظلمونه روان دي، چې له امله يې د حصارک ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی له والي څخه وغوښتل چې؛ د حصارک ولسوالۍ ته غځيدلې لاره دې  د ولسونو پر مخ خلاصه او د روغتيايي، او پوهنې برخې ته دې پاملرنه وشي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د حصارک پر قومونو غږ وکړ، چې خپلمنځي تربګنۍ پريږدي او له خپل قوم څخه منظمه او متحده شورا جوړه او د نورو ولسواليو په څېرد ولسي پاڅون په ترڅ کې د خپلو سيمو امنيت وساتي.
ده زياته کړه، چې د امنيت تامين يواځې د حکومت دنده نه ده؛ بلکې ولسونه هم اړ دي چې د امنيت په ساتنه کې له حکومت سره مرسته وکړي.
منګل برخه والو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دغو ستونزو د حل په برخه کې به د ولايتي ادارې ټول امکانات په کار واچوي او شته ستونزو ته به د حل لارې چارې ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته