فرهنګ

فاضل سانچارکي له افغانستان سره دعربستان په فرهنګي او رسانه يي همکاريو باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي  نن په کابل کې دسعودي عربستان له سفير جاسم محمد الخالد سره  په رسانه يي او فرهنګي  برخو کې  ددغه هېواد په همکارى باندې ټينګار وکړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو سلاکار  ډاکتر محب الله  ذاکري هم  شتون درلود  ، فاضل سانچارکي په اسلامي نړۍ کې دسعودي عربستان رول او مقام ته په اشارې او دافغانستان دسولې  دبهير دپياوړتيا په برخه کې ددغه هېواد دهڅو له امله په مننې سره ، ددغوهڅو دزياتوالي او ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي  اورسانه يي اړيکو  دپياوړتيا غوښتنه وکړه .
  په کابل کې دسعودي عربستان سفير ټينګار وکړ چې افغانستان داسلامي نړۍ  يوه برخه او افغانان  دسعودي عربستان دخلکو  ديني ورونه دي .
  ده  له افغانستان سره دسعودي عربستان دهمکاريو  ډاډورکړ  او څرګنده يې کړه  چې له پخوا زيات په فرهنګي او رسانه يي برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته