امنیت

په خواجه غار ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه وستايل شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ اوسيدونکو امنيتي ځواکونه دګلانو دګيډيو په ورکولو سره وستايل .
دتخار له ولايت څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دتخار ولايت  دخواجه غار ولسوالۍ په لسګونو تنو اوسيدونکو نن له امنيتي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ او دهېوادد دفاع په سنګر کې يې دهغوى ميړانې او اتلولي  وستايلې .
دتخار ولايت دمقام مرستيال محمد فريد ذکي   ددغه ولايت ددولتي ادارو دځينو رييسانو په ملګرتيا دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ ته ورغى او په دغې ولسوالۍ کې يې ټولې زيانمنونکي سيمې وکتلې .
دتخار ولايت مرستيال  دامنيت دتامينولو په لاره کې په دې ساحه کې ميشت امنيتي ځواکونه وستايل  او دسرتيرو اعاشه تجهيزات اومهمات يې هم وڅيړل او هغوى يې دهېواد مدافعان  اورښتيني  خدمتګاران وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته