(PS)خبرونه(PS)امنیت

په خوست او بامیانو کې ۱۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د زمري ۱۷مه، باختر

د خوست او بامیانو امنیتي مسوولینو په یادو ولایتونو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د ۱۶ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د خوست امنیې قوماندانۍ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دغه ولایت د دویمې حوزې په مربوطاتو کې ۷ تنه د غلا او ۳ تنه نور د ځورونې په تور نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا وايي، چې د یاد ولایت په مرکز کې شپږ تنه د موټرو د غلا په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا