خبرونهفرهنګ

په خوست او نورستان کې مشاعرې جوړې شوې

 کابل، د وږي ۱۶ مه، باختر

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د چنار کلنۍ دودیزه ادبي او فرهنګي مشاعره جوړه کړه. په ورته وخت کې په نورستان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په لومړي ځل زرغون نورستان(ملې پارک) په نوم ستره مشاعره جوړه کړه.

د چنار کلنۍ دودیزې ولسي مشاعرې ته د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شبیر احمد عثماني وویل، چې چنار ادبي مشاعره د خوست دودیزه ادبي او فرهنګي  مشاعره ده. په خبره یې، د مجاهدینو د قربانیو پایله ده، چې د چنار تر سیوري لاندې آزادي نمانځل کېږي.

د خوست والي محمد نبي عمري وویل، چې شاعران باید داسې پنځونې وکړي چې خپل مقدسات، تاریخ او فرهنګ ته په کې خدمت شوی وي، نه دا چې د خلکو سپکاوی وکړي او خلک بې لارې کړي.

هغه له شاعرانو هیله وکړه چې د مجاهدینو  لاسته را وړنې د شعر په ژبه وساتي او خلکو ته مثبت پیغام انتقال کړي.

په ورته وخت کې په نورستان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لومړې ځل لپاره د زرغون نورستان(ملې پارک) په نوم ستره مشاعره جوړه کړه.

د نورستان والي حافظ محمد آغا حکیم وویل چې ليکوال او شاعر دې قلم په واقعي توګه وکاروي او د ټولنې د سمې رهبرۍ لپاره دې ترې ګټه پورته کړي تر څو د شعر په ژبه خلک ښې لارې ته وهڅول شي.

د ملي راديو تلویزون مرستیال ضیاءالحق حقمل وویل چې د زرغون نورستان(ملي پارک)  مشاعره د دغه ولايت او نورو ولایتونو د فرهنګیانو ترمنځ د نږدې کېدو او تجربو شريکولو لپاره غوره فرصت دی، چې د دغه ولایت د شاعرانو او فرهنګیانو په روزنه کې ښه رول لوبولی شي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سميع الحق (حق بیان) وايي، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې د زرغون نورستان(ملي پارک) تر عنوان لاندې مشاعره جوړه شوې،هغه زیاته کړه، د شاعرانو دا ډول فرهنګي غونډې د شعر او ادب د لاغوړېدا لپاره مهمي دي او هڅه به یې دا وي چې هر کال یې په شاندارو مراسمو سره ونمانځي

د یادونې وړ ده چې د دواړو مشاعرو په پای کې حماسي، یووالي، هېوادنۍ مینې، د اشغال  پای او د اسلامي امارت د بریا په ویاړ ترانې او شعرونه هم واورول شول.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا