سیاست

جمهوررئیس غني: فساد سره د مبارزې لپاره باید اجماع او ملي بحث جوړ شي

کابل باختر د زمري د مياشتې ١٧ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په دفاعي او امنیتي سکتور کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ګډ کنفرانس کې ګډون او وینا وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهوررييس د سرپل ولایت د میزا اولنګ د پېښې قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه: د دغه ملت دښمنانو وښوده چې  سرحد، افغانیت، اسلامیت او انسانیت په رسمیت نه پېژني، زه ستاسو په څېر د دغې پېښې د دردېدلو او غمجنو کورنیو په غم کې ځان شریک بولم او ژمنه کوم چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغوی غچ اخلي.
جمهوررئیس زیاته کړه، هغه جنایت چې په میرزا اولنګ کې رامنځته شوه، د جګړې د نوعیت د بدلېدو نوې بېلګه ده، لکه څنګه چې د دغه جنایت نور ډولونه په کابل، هرات او مخکې له هغه په غور کې رامنځته شول.
هغه څرګنده کړه، د دښمنانو د جنایت په بڼو کې د بدلون عمده لامل، هغه ماته ده چې هغوی زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې خوړلې ده او په جګړه کې یې د خپل بریالیتوب هیله له لاسه ورکړې، هرځای چې دښمن سر راپورته کړي په ټول قوت سره به وځپل شي
جمهوررئیس وویل، امینتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان دښمنان په تېوره، جانیخیلو، کوهستاناتو او د هېواد په نورو سیمو کې له پښو غورځولي او د خپلو ماتو د جبران لپاره له لمونځ کوونکو، ښوونکو، بزګرانو او نورو بې دفاع اقشارو څخه غچ اخلي او ناوړه جنایتونه ترسره کوي
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه،  دا مهال زمونو ځواکونه د دښمن پر وړاندې له دفاعي او تهاجمي دواړوستراتیژیو څخه کار اخلي، چې د هغوی وړتیاوې او شوم پلانونه شنډ کړي.
هغه څرګنده کړه،په تېرو لسو ورځوکې مې په هرات او هلمند کې له دوو قول اردوګانو څخه لېدنه وکړه او د افسرانو، بریدملانو او سربازانو د لوړې روحیې شاهد وم چې د بغاوت او شرارت پر وړاندې به بریالي شي. جمهوررئیس وویل، د دې لپاره چې نهایي بریا زمونږه شي او خلک  په امن کې ژوند وکړي اړینه ده، چې  فساد او قانون ماتونې سره جدي او قوي مبارز وشي
جمهوررئیس وویل، په دفاعي او امنیتي سکتور کې  یواځېنی انتخاب چې مونږ یې لرو اصلاحات دي، او له دې مه واره به امنیتي او انکشافي پلانونه تحقق  ونه مومي او په ټینګار سره یې وویل، مونږ د فساد لاملونه په نښه او د اصلاحاتو راوړلولارې چارې تشخیص کړي. مونږ د خلکو په ملاتړ کولی شو له دغو دستګاوو څخه د ناوړه ګټه اخیستونکو لاس لنډ کړو.
هغه زیاته کړه، د تدارکاتو موضوع له دې امله د ځینو د اعتراض لامل شوې چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې د سلګونه میلیون ډالرو د اختلاس مخه نیولې او په راتلونکي کې به هم د هر ډول اختلاس مخه ونیسو.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د اصلاحاتو په راوړلو کې یواځې امنیتي او دفاعي او اړوند بنسټونه نه شي بریالي کېدای، بلکې  فساد سره د مبارزې په برخه کې سراسري او ملي بحث ته اړتیا ده ترڅو نظام پیاوړی شي.
هغه وویل، پر  صادقو افرادو د تورونو لګولو پر ضد  دې د مجازاتو او شفافیت میکانیزم جوړ شي او دغه قضیې دې په اساسي توګه وارزوي.
د هېواد جمهوررئیس اداري فساد سره د مبارزې کنفرانس موخه فساد سره د مبارزې په برخه کې د بنسټونو مشارکت وباله او ټینګار یې وکړ چې له دې لارې ټول بنسټونه ځواب ویونکي کېږي.
هغه، له فساد سره د مبارزې په برخه کې مشارکت یو مثبت فرهنګ وباله او وې ویل، اوس مونږ  ټول فساد سره د مبارزې لپاره په یوه کتار کې درېدلي یوو او په دې برخه کې سیاسي اراده رامنځته شوې او فساد سره د مبارزې لپاره ژمن او مسوول ټیم جوړ شوی.
جمهوررئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې زه، ډاکتر عبدالله او استاد محمد سرور دانش، فساد سره  د مبارزې لپاره قوي ژمنه لرو او د واحد لیدلوري سره په یو لور ګام پورته کوو.
جمهوررئیس فساد سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ارګانونو او همداراز د محکمو اقدامات وستایل او زیاته یې کړه، دغو بنسټونو په ډېر کم وخت کې لوی ګامونه اخیستي او دغه اقدامات د ستاینې او ملاتړ وړ دي.
هغه وویل، مونږ فساد سره د مبارزې په برخه کې د هر ډول اقدام ملاتړ کوو او زمونږ نقش د قانون له حاکمیت څخه ملاتړ دی او پرېکړې محکمو پورې اړه لري. هغه زیاته کړه، د جرمونو او مجرمینو په کشف کې پولیس، په تعقیب کې څارنوالۍ، په پرېکړو کې قضا او د قوانینو تطبیق کې کورنیو چارو وزارت نقش لري او باید نجیبه حلقه جوړه شي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، هر څوګ چې د محکمو په چارو کې لاسوهنه کوي، دا په خپله فساد دی او د منلو وړ نه دی. هغه ټینګار وکړ چې د قانون په وړاندې ټول یو ډول دي او سیاست په دې معنا نه دی چې خپلو خپلوانو ته له جرم څخه برائت ورکړو، دا یوه جفا ده.
جمهوررئیس وویل، امنیتي، عدلي او انکشافي دستګاوې یوله بل سره اساسي اړیکه لري او د دغو بنسټونو د مشارکت پرته اصلاحات نه راوړل کېږي.
هغه همداراز وویل، د استاد محمد سرور دانش تر نظر لاندې کمېټې د قوانینو کتنه او ارزونه پیل کړې، ځکه قوانین باید مطلق د اساسي قانون په غوښتنه او له جوړښتونو سره په همغږۍ بدلون وکړي.
هغه په ملي دفاع وزارت کې د مجازاتو او مکافاتو د پلي  کېدو په فرهنګ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې  په  ګومارنو کې زیات فساد کېږي او هر څوک چې د فساد له لارې مقررېږي، د هماغې ادارې دستګاه فاسدوي.
جمهوررئیس وویل، غواړم د تعییناتو په پروسه کې زما صلاحیتونه کم شي او  د اړوند ارګانونه رول روښانه شي او شفاف بهیر جوړ شي چې خلک پکې خپل ځان وویني.
جمهوررئیس دېته په اشارې چې فساد ټولنې ته د منلو وړ نه دي وویل چې خلک، شفافیت او حساب ورکول غواړي او  اداري فساد سره مبارزه  پر روغتیا، بې وزلۍ او هوساینه  اغېزلري.
د هېواد جمهوررئیس د هېواد د امنیت  تامین او له هېواده د دفاع په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستایلې او ټېنګار یې وکړ، د دغو ځواکونو د هر یو حق ته ځانګړې پاملرنه وشي او هېڅکله به هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنۍ هېرې نه شي.
په دغه کنفرانس کې لوی څارنوالۍ، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست  د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
لوی څارنوال د دغه کنفرانس موخه اداري فساد او تروریزم سره د مبارزې او د هېواد د امنیت د ټېنګښت په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې او ملاتړ لوړول وبلل. هغه زیاته کړه، له فساد سره د مبارزې مېکانیزمونه به موږ قادر کړي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي او دغه راز زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا زیاته شي.
دغه راز د هېواد لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي، د ملي دفاع وزارت سرپرست تورنجنرال طارق شاه بهرامي، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ډګرجنرال جانان بارکزي په جلا ډول له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلو ارګانونو د اجرااتو، پلانونو او راتلونکو اقداماتو په اړه، خبرې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته