Uncategorized

په خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د نږدې ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کېږي

کابل، د تلې ۳۰ مه، باختر

د خوست د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د آغاخان بنسټ په مالي ملاتړ زلزله ځپلو لپاره پروژې پلې کوي.

د یاد ولایت د اقتصاد رییس شهزاده پیر د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزله ځپلو لپاره د ۵۹ میلیونو ۸۵۳ زرو ۴۲۲ امریکايي ډالرو په لګښت پروژې پلې کېږي.

په دغو پروژو کې یو ښوونځی، یوBHC   کلینک د چیک ډیمونو، کانالونو، ویالو، ۳۰۰ د کورونو، د ۱۶ کیلو متره سړک او د اوبو ټانکیو جوړول شامل دي.

په ورته وخت کې د اغاخان بنسټ مشر انجینر غالب وویل، چې یادې پروژې د اقتصاد ریاست په همکارۍ پیلوي، ترڅو زلزله ځپلو کورنیو ستونزو ته اساسي رسېدنه وشي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا