ټولنه

دمهاجرينودراستنولو چارو په وزارت کې دڅه دپاسه ۴۰ میلونو افغانیو سپما

کابل باخترد غبرګولي  اوومه
  دمهاجرينودراستنولو دچارو وزارت د دغه وزارت د ۱۳۹۵ کال له عادي بودجې څخه ۴۲ میلونه افغانۍ سپما کړي او د دولت حساب ته یې لېږلي دي.  دمهاجرينودراستنولو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: د دغه وزارت دپلټنې په پایله کې معلومه شوه، چې د لغمان ولایت د سرخکان او قرغه یي ښارګوټي د ځمکو د نمرو د ويش په برخه کې په لوړه کچه درغلي شوې ده. د ښاغلي بلخي په خبره: چې دوی په یاده قضیه کې ښکېل کسان څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
  دمهاجرينودراستنولو چارو وزیر همداراز وویل: چې په بلخ ولایت کې یې هم په زیاته اندازه د اوسېدنې نمرې د بېرته را کرځولو وړ بلل شوي او کار یې دوام لري. هغه وویل: د پروان ولایت بینی ورسک ښارګوټي کې یې ۱۸۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو را کرځولې ده، او د خوست ولایت د قلموال مېنه ښارکوټي کې یې هم د سوداګرۍ او لوړپوړیزو ودانیو برخه د غاصبینو له منګولو را ګرځولې ده.
ښاغلی بلخي همداراز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پالیسۍ ترتیب، تصویب او د هغې د تطبیق پرګرام،  د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پالیسۍ د تطبیق کمیټې جوړول او د (MAC) له اداري فساد څخه د څارنې او ارزونې خپلواکې کمیټې سره پر وخت همکاري کول یې د دغه وزارت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو څخه وبلل او زیاته کړه:  دمهاجرينودراستنولو چارو وزارت مخکې پر فساد باندې د ککړو ادارو په سر کې ځای درلود خو د (MAC) ادارې په وروستی راپور کې د دغه وزارت په کړنو کې له فساد څخه یادونه نده شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته