کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان پرون په زابل ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړې دزابل ولايت داتغر او شاجوي دولسواليو په مربوطاتو کې هغه وخت ونښتې چې پوځيانو ديرغلګرو په کاروان ډزې وکړې .
دزابل ولايت يوامنيتي مسوول باختراژانس ته خبر ورکړ چې يرغلګردشاه جوي او اتغر دولسواليو په مربوطاتو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و . چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې ددغو نښتو په پاى کې پوځيانو ديرغلګرو څو جنګي وسايل او درې موټرسايکلونه ترلاسه کړي دي .
3 د یوې دقیقې څخه لږ