کابل _ باختر دوري اتلسمه :
دبغلان ولايت امنيتي مسوولينو نن ددغه ولايت ددوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاودنې دڅو پيښو مخه ونيوله .
دبغلان دپوليسو يوه مسوول خدابخش رحيمي باختراژانس ته وويل، لس ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دپلخمري _ دوشي دلارې په ځينو ساحو کې ښخ کړى شوي و دپوليسو له خوا دخلکو په هممکارۍ کشف او شنډ کړى شول .