کابل باخترد لړم د مياشتې ٨ :
د قندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې په موټرکې د ځاى پرځاى شوي بم د چاودنې له امله يو پوليس شهيد او درې تنه نور ټپيان شول.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه په يو سراچه موټرکې د ځاى پرځاى شويوچاوديدونکوتوکو د چاودنې زيږنده ده.
په دې چاودنه کې د قندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې آمر حاجي فريد هم ټپي شوى دى چې ويل کيږي د قندهار ولايت د امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق له خپلوانو څخه دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ