ټولنه

په پنجشير کې له ٢٢ عمراني پروژو څخه ګټه اخستنه .

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په پنجشير ولايت کې له  ٢٢ ټولګتو پروژو څخه ګټه اخستنه .
دغه پروژې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له خوا دڅه دپاسه ٢٥٠ مليونو افغانيو په لګښت دپنجشير ولايت په مرکز او اووه ولسواليو کې عملي شوي دي 
دپنجشير ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو رييس احمد ضيا يزداني دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دغو پروژوکې  دښوونځيو او دکلينيک  دودانيو ، داوبو د کانال ، استنادي ډيوال او دورزشي ډګرونو جوړول شامل دي  چې دپنجشير  په کچه  ګټې اخستنې ته وړاندې شوي دي .
ديادونې وړ ده هغه درې نورې ټولګتې پروژې  چې په هغو هم  دښوونځيو او دکرنيزو اوبو دکانال جوړول شامل دي ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته