
کابل، د وږي ۵ مه، باختر
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت اړوند د والیبال فدراسیون په چوکاټ کې د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي بلال مندوزي لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبې ته بلال مندوزیو او کابل لېوال لوبډلو لار موندلې وه، چې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته بلال مندوزیو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه. هېره دې نه وي چې په پای کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.