ورزش

دافغانستان او آيرلينددکرکټ دټيمونو ترمنځ دريمه لوبه نن ترسره کيږي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٧ :
دافغانستان او آيرليند دکرکټ دملي ټيمونو ترمنځ  دريمه لوبه نن  دافغانستان په وخت له غرمې وروسته په  دوه نيموبجو پيلږي  .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه لوبه  چې دآيرليند په کوربه توب ترسره کيږي  او دکرکټ بورد  مسوولينو  په دې لوبه کې دبرياليتوب لپاره دهېواد  دکرکټ دملي ټيم  دلوبغاړو دلازمو تياريو خبر ورکړى دى.
دافغانستان او آيرليند دکرکټ دملي ټيمونو ترمنځ پنځه  ٥٠  آوريزه نړيوالې لوبې په پروګرام کې لري  چې تراوسه پورې درې لوبې ترسره شوي دي.
لومړۍ لوبه دباران داورښت له امله  ونه شوه  او دويمه لوبه  افغانستان وګټله   او دريمه لوبه دآيرليند په ګټه پاى ته ورسيده .
دهېواد دکرکټ بورد مسئوولينو وويل  چې دهېواد دکرکټ دملي ټيم  لوبغاړي   دتيرو لوبو له تجربو څخه په استفادې سره خپلې   ټولې نيمګړتياې لرې کړي دي او زياته هيله شته چې نننۍ لوبه  وګټي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته