امنیت

په بادغيس ولايت کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يا ټپيان شول

کابل باختر د وږي يوولسمه
اته تنه وسله وال طالبان دبادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې دافغان او ناټو دځواکونو  په ګډو عملياتوکې ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول
دبادغيس  دوالي ويندوى شرف الدين  حميدي باختر اژانس ته وويل دملي اردو اوناټو دځواکونو  په عملياتوکې  چې دمقر ولسوالۍ په ابشره کلي  په هغه ځاي کې چې وسله وال ياغيان راټول شوي وو او دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره يې تياري نيولي وو ترسره شول .
دغه عمليات دطالبانو په وړاندې  له وګړنيو پاڅونونو سره جوخت  شوي دي چې هدف يې ددغو پاڅونونو ملاتړ دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته