امنیت

په سمنګانو کې يوه ميرمن له خپلې لور سره ووژله شوه .

کابل باختر د زمري لسمه :
دسمنګانو ولايت دفيروز نخچير  په ولسوالۍ کې داستوګنې په يوه کور دلاسي بم دغورځولو له امله دوه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دسمنګانو ولايت دفيروز نخچير ولسوال محمد همايون برلاس دباخترآژانس خبريال ته وويل: ناپيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه دفيروز نخچير په ولسوالۍ کې داستوګنې په يوه کور لاسي بم وغورځاوه چې دچاودنې له امله يې دکور ميرمن او يوه لور يې ووژلې شوې او دکور خاوند ټپي شو .
ده وويل چې ددغې پيښې  په  اړوند دسيمې يو تن اوسيدونکى دپوليسو له خوا نيول شوى او له ده څخه پوښتنې او تحقيقات پيل شوي دي .
په دغه ولايت کې کورنۍ تاوتريخوالى تل ددغه شان زړه بوږ نوونکو پيښو سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته