ټولنه

په نيمروز ولايت کې يوه ځوان ځان وواژه

کابل باختر دسلواغې ديرشمه :
په نيمروز ولايت کې تېره شپه يوه يوويشت کلن ځوان ځان زندي کړ او په دې ډول يې ځان وواژه.
دغه ځوان ددغه ولايت دمرکز د زرنج ښار اوسيدونکى و.
دنيمروز د والي ويندوى احمد عرب باخترآژانس ته وويل: ددغه ځوان د ځان وژنې انګيزه تراوسه پورې نه ده معلومه شوې .
پوليسو په دې اړوندتحقيقات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته