ښوونه او روزنه

په خوست کې دکانکور ازموينه واخستل شوه .

٥ – کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت  په مقصد دخوست ولايت  دليسو ددولسمو ټولګيو فارغانو ازموينه پرون ددغه ولايت په مرکز کې واخستل شوه .

 دخوست پوهنتون رييس ډاکتر ګل حسين وليزى   نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دې ازموينه کې درې زره دوه سوه يو اتيا  تنو فارغانو پرون درلود چې اته نوى تنه يې نجونې وي .

 خبرځاى زياه کړه دغه ازموينه د لوړو  زده کړو وزارت له خوا داستول شوي  هيئت  تر نظر لاندې ددغه ولايت په شيخ زايد پوهنتون کې  واخستل شوه .

   ټاکل شوې ده  په روان کال کې دليسو يو سلو پنځوس زره تنه فارغان دکانکور ازموينه ورکړي چې له دې جملي څخه نوي زره تنه يې دلوړو او نيمه لوړو زده کړو په اوولسو  موسسو  کې جذبيږي .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا