ټولنه

د کندز والي په دغه ولايت د يتيمو ماشومانو پوښتنه وکړه

کابل باختر د غبرګولي  شپږمه :
د کندز والي پرون له غرمې وروسته له هغو ماشومانو سره چې پلرونه يې  شهيدان شوي دي؛ وکتل او د هغوى د ساتنې ډاډ يې ورکړ .
  د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دغه ماشومان د بې وزلو ماشومانو  د روزنې په مرکزونوکې تر روزنې لاندې دي . 
د ماشومانو د ښوونې او روزنې دمرکز مسوول ذبيح الله مجددي وويل چې ددغو ماشومانو پلرونه له وسله والو طالبانوسره په جګړو کې شهيدان شوي دي . 
مجيدي زياته کړه: دکندز والي له دغو ماشومانو سره دکتنې په وخت کې ډاډ ورکړ چې ددغه مرکز ناروغ ماشومان په خپل شخصي لګښت تداوي کوي .
ده زياته کړه: د کندز والي دغه راز يو هيئت توظيف کړ چې له دغو ماشومانو  ستونزو په اساسي ډول وڅيړي او د هغوى ستونزې حل کړي .
په دې روزنيز مرکز کې يوسلو شل تنه بې وزلي ماشومان  چې د امنيتي ځواکونو د شهيدانو بچيان هم پکې شامل دي؛ تر روزنې لاندې دي .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته