فرهنګ

محمدضيابوميا دآزادۍ مطبعو درئيس په توګه خپل کار پيل کړ

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٤  :
محمدضيا بوميا چې نوى  دآزادۍ مطبعو درئيس په توګه ټاکل شوى دى ،نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست له خوا ددغو مطبعو کارکوونکواو منسوبينو ته ور وپيژندل شواوپه کار يې پيل وکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې :  په هغې غونډۀ کې  چې په  همدې مناسبت د آزادۍ مطبعوپه  تالار کې  جوړه   شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات ،محمدضيا بوميا دمطبوعاتو اورسنيوپه برخه کې يو مجرب  او تکړه شخص وباله  اوهيله يې وکړه چې دى وکولاى شي  په آزادۍ مطبعو کې دکار په دوران کې په نوښت لاس  پورې کړي او دغه مطبعې دکار دکيفيت اود فعاليت دساحې دپراختيا په لحاظ  پياوړى کړي  او دآزادۍ مطبعو دمسلکي کولو او بازار موندلو په موخه  په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي ، اداري اوګرځندوى معين زردشت شمس هم هيله وکړه چې محمدضيا بوميا وکولاى شي له خپلو تجربو څخه دآزادۍ مطبعو دفعاليت دپراختيا لپاره کار واخلي  او وکولاى شي  په بازار کې له شخصي
مطبعو سره سالمه سيالي ولري.
  د آزادۍ مطبعو نوي رئيس داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له مشرتابه څخه دمنننې په څرګندولوسره يادونه وکړه چې په موجودو تخنيکي اومالي امکاناتواو  دآزادۍ مطبعو دکارکوونکوپه همکارۍ به ددغو مطبعو دلازيات  تبارز لپاره کار وکړي.
په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وياند او رسانه يي سلاکار هارون حکيمي ، دولسي جرګې د دارلانشا رئيس  خداى نظرنصرت ، دورځپاڼو رئيس شمس الحق آريانفر ، دکورنيو چارو وزارت دمعينيت دمسلکي برخې مرستيال فضل من الله ممتاز او  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اودملي شورا  دادارو رئيسانواوسلاکارانو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته