(PS)خبرونه(PS)ورزش

په خوست کې د ثبت کلبونو ترمنځ د انټر کلب لوبې پیل شوې

کابل، د غبرګولي ١٢مه، باختر
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ په چوکاټ کې د خوست ولایت د ثبت کلبونو په کچه د انټرکلب ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یادو سیالیو کې د خوست له مرکز او ولسوالیو نږدې ۷۰ لوبډلې برخه لري، چې ترمنځ به یې په ۱۲ ګروپونو کې سیالۍ ترسره او دوه میاشتې به دوام وکړي.
د دغه کرکټ ولايتي مسوولينو په وينا د یادو سیالیو موخه د کرکټ پرختیا او راتلونکو دویمه درجه ولایتي لوبو ته د خوست الف او ب لوبډلو غوره ټاکنه ده.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا