امنیت

په ميدان وردګو کې په چاوديدونکو توکو بار ديوه موټر کشف .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دملي پوليسو دخاصو قطعاتو ځواکونو پرون په چاوديدونکو توکو بار يوموټر دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې کشف کړ .
دميدان وردګو په ولايت کې يوه مسوول امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې پرون دميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې دملي پوليسو  دخاصو قطعاتو دځواکونو په ځانګړوعملياتو کې  په چاوديدونکوتوکوبار يو موټر کشف شو .
ويل کيږي چې تروريستانو  غوښتل له دغو چاوديدونکو توکو څخه په استفادې  سره دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې په ځانمرګو بريدونولاس پورې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته