(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

په خوست کې د دوو کانالونو د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د وري ۱۲مه، باختر

د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د TLO همکارې مؤسسې په همکارۍ په دې ولایت کې د خامې او ماڼۍ کانالونو د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شول.

د یادو کانالونو د پرانیستلو پرمهال د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري وویل، چې خامې کانال د ۱۳۷۵ مترو په اوږدوالي او یو متر لوړوالي د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې پرمټ به یې ۱۳۲۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

عمري زياته کړه، چې د ماڼۍ کانال د ۷۵۰ مترو په اوږدوالي او ۰.۸۰ متر په لوړوالي د نږدې ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوی، چې پرمټ به یې ۱۸۸ هکټاره ځمکه خړوبه شي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو په رغولو ۱۸۳۰ کورنیو ته د اوبو رسولو په برخه کې آسانتیاوې برابرې او ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا