کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٠ :
نږدې دوه سوه تنه محصلان د تحصيلي دورې له بشپړولو وروسته پرون دتخار ولايت د فرخار ولسوالۍ دښوونکو د روزنې له ملاتړيز مرکز څخه فارغ شول.
دتخار ولايت دپوهنې رياست وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو فارغانو کې يوسلو ديارلس تنه ميرمنې هم شاملې دي چې د ساينس ، رياضي ، ټولنيزو علومو او د دري ادبياتو په څانګوکې د دوه کلنې روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته فارغ شوي دي .
دپوهنې د رياست وياند زياته کړه چې ددغه ولايت په روزنيزو بنسټونوکې دغو محصلانو ته د کارموندلو دزمينې د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي.
دتخار ولايت دفرخار ولسوالۍ دښوونکو د روزنې ملاتړيز مرکز نږدې پنځه کاله مخکې جوړشوى دى او همدا اوس د ښځو او نارينه و په ګډون څه دپاسه ٦٠٠ تنه محصلان په بېلابېلو برخو کې په زده کړې بوخت دي .
1 1 دقیقه لوستل