اقتصاد

د يوسلو اوولسو مليونو ډالرو په ارزښت څلور موافقه ليکونه لاسليک شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٥ :
د نږدې يوسلو اوولسو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت دڅلورو موافقه ليکونو سندونه نن دافغانستان دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمى رسول او په کابل کې  د جاپان دسفير له خوا  لاسليک شول.
ددغو موافقه ليکونو له مخې: دهوايي ډګر د الوتکو د تم ځاى او د بريښنا سيسټم پراختيا مومي، دشرکتونو ساتنې او څارنې ته پاملرنه کيږي، د نوى کابل د اوبورسولو شبکه جوړيږي او څلورو ديرش اعشاريه شپږمليونه ډالره يې د نفتي موادو دپيرودنې په خاطر  د ماليې وزارت ته ورکول کيږي  .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې: ډاکترزلمى رسول دموافقه ليکونو دلاسليک کولو په وخت کې خبرې وکړې او ويې ويل: جاپان د امريکا له متحده ايالاتو  وروسته په تېره په يوه لسيزه کې له افغانستان سره ډيرستر مرستندوى هيواد دى. ددغه هيواد زياتره مرستې د دولتي مرکزونو په پياوړتيا او بيا جوړولو او د سولې په تامينولو متمرکزي دي.
دبهرنيو چارو وزير څرگنده کړه  چې د جاپان دغه مرستې په څلورو برخو کې ترسره کيږي چې څلور ديرش اعشاريه شپږ مليونه ډالره نغدې پيسې د نفتي توکو د پيرودنې لپاره د ماليې وزارت ته ، شپاړلس اعشاريه اته مليونه ډالره دکابل دهوايي ډگر دپراختيا  او د بريښنا د سيسټم د فعالولو او د الوتکو دتم ځاى د پراختيا په  خاطر، درې ديرش اعشاريه نهه مليونه ډالره دسړکونو دساتنې اوڅارنې لپاره دفوايد عامې وزارت ته ورکول کيږي او يو ديرش اعشاريه شپږمليونه ډالره  د ده سبز او يا د نوى کابل د پروژې د اوبو رسولو د سيسټم د جوړولو په برخو کې لګول کيږي.
وروسته په کابل کې دجاپان لوى سفير هيروشي تاکاهاشي خبرې وکړې او ويې ويل: دغه مرستې دتوکيو په  کنفرانس کې له افغانستان سره دجاپان د ژمنه شوې  مرستې د دريو ملياردو ډالرو له سرجمع څخه دي چې دنږدې يوسلو اوولسو مليونو ډالرو  موافقه  ليکونه يې نن لاسليک شول .
دجاپان سفير وويل: تېره اوونۍ دڅه دپاسه دوه سوه مليونو ډالرو په ارزښت  دملګروملتو له سازمان سره يو تړون لاسليک شو.
ده دغه راز دافغانستان له لومړيتوبونو سره خپل ملاتړ څرگندکړ او ويې ويل چې دجاپان خلک او دولت د افغانستان دخلکو ترڅنګ ولاړ دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته