ټولنه

دعلومو داکاډمي غړي څيړنوال محمديونس بي ريا په حق ورسيد.

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٢ :
دهيواد علمي اوفرهنګي شخصيت څيړنوال  محمديونس بي ريا دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه په حق رسيدلى دى .
څيړنوال محمديونس بي ريا په ١٣١٤ کال کې  په يوه علم دوسته او روښانفکره کورنۍ کې په کابل کې وزيږيد .دنجات په ليسه کې له زده کړې وروسته دکابل پوهنتون دساينس په پوهنځي کې شامل شو او وروسته يې خپله ماستري يې دښوونې اوروزنې په څانګه کې  دفليپين له يوپوهنتون څخه ترلاسه کړه اودننګرهار ددارلمعلمين دمدير ، دقندهار ددارلمعلمين دمدير ، دهرات  ددارلمعلمين دمدير، دپروان دنعمان دليسې دمدير ، دښوونکي دروزنې داکاډمي دآمر ،دعلومو ادکاډمي دفلسفي اوښوونې اوروزنې دانستيتوت دآمر ، دعلومو اکاډمي دپلان درييس په توګه  او په نورو پستونو کې دنده ترسره کړې وه اوله  ١٣٥٨ کال څخه دعلومو اکاډمي غړي و .
ارواښاد څيړنوال بي ريا  دښوونې  اوروزنې  او اروا پوهنې او ادارې په برخو کې  په لسګونو علمي اثار ليکلي دي .
ارواښاد دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه دروان لمريزکال دوږي په لومړي نيټه دچهارشنبې په ورځ په حق ورسيد چې  دمړينې په وخت کې ٧٧ کلن و.
دعلومواکاډمي اودعلمي اوفرهنګي مرکزونو مشرتابه هيئت اوغړودڅيړنوال محمديونس بي ريامړينه يوه ضايعه بللې ده او ارواښادته دفردس جنت او کورنۍ ته يې دجميل صبرهيله کوي .
دارواښاد څيړنوال محمديونس بي ريا دفاتحي مراسم دوږي په څلورمه نيټه د شنبې په ورځ دارواښاد دکورنۍ اودعلومو داکاډمي له  خوا د شهرآرا په بره کي کې دغلام دستګير په جومات کې اودښځو دفاتحي مراسم ددغه  جومات په ښځينه سالون کې پرځاى کيږي، دوستان دې خبروي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته