امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين ونيول شول

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٥ :
يو وسله وال مخالف ووژل شو، درې تنه يې ټپيان ، يوه اندازه وسلې اومهمات ، يو سراچه موټر اويو موترسايکل دملي اردو دځواکونو لاسته ورغلل.
د ٢٠٣ تندر قول اردو منسوبينو دشمشېر ١ په نامه دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې دپکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل؛ د دښمن يوه پيکا، يو سراچه موټر اويو موټرسايکل ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي د فتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه راز دملي اردو منسوبينو د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتوکې درې تنه وسله وال مخالفين له يو کلاشينکوف او يوې ايکم مخابرې سره نيولي دي.
دلغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو د امنيتي دندې په بهيرکې يو وسله وال مخالف وژل شوى دى .
دغه رازدهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين دچاودنې له امله دملي اردو پنځه تنه منسوبين ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته