امنیت

دطالبانو يوه اندازه امونيم نايتريت اوجنګې وسايل په ننګرهار کې کشف شوي

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

يوه اندازه امونايتريت چې دماينونو اوبمونوپه جوړولو کې  کارول کيږي پرون  په ننګرهار ولايت کې کشف شول .

دغه امونيم نايتريت دافغان اوناټو ځواکونو دګډوعملياتوپه بهيرکې داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شول.

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  چې ددغو عملياتوپه بهيرکې څه ناڅه پنځه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت ترلاسه شوي دي.

دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې دغه توکي دوسله والو طالبانو له خوا  نامعلوم ځاى ته دليږدونې په حال  کې و .

ناټو وايې ددغو عملياتوپه بهيرکې دوسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو يوه زيرمه يې هم کشف  کړي ده .

په خبرپاڼه  کې ددغو عملياتو دجزئياتوپه باب څه نه دي ويل شوي . وسله وال طالبان دغه توکي په پاکستان کې له يوشمير کړيوڅخه ترلاسه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته