سیاست

تبصره

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دهېواد له دولتي چارواکو په تيره بيا ديپلوماسۍ له دستګاه څخه دافغانستان دخلکو هيله داده چې له پاکستان سره اوسنۍ ستونزې په بنسټيز ډول طرحه او حل کاندي  چې په افغانستان دنفوذ دعملي کولو او دواکمنۍ  خيال واخستل شي .
دباختراژانس مبصر ليکي .
تيره اوونۍ دتورخم  سرحدي ساحه دافغان او پاکستان پوځيانو ترمنځ دوسله والو نښتو ډګر و چې له امله يې دواړو لورو ته انساني زيان او مالي تاوان واوښت .   دغه راز دغې پيښې ددواړو هېوادونو ترمنځ په ترانسپورتي بهير هم ناوړه اغيزه وکړه او ددواړو هېوادونو سوداګرو مالي تاوانونه وزغمل خو هغه څه چې دخبرو او دقت وړ دي دديپلوماسۍ له لارې  دتورخم دشخړې او دنورو ورته ستونزو دحل کولو لپاره ددواړو هېوادونو علاقمندي ده چې کيداى شي داړيکو دپياوړتيا او همکارۍ لپاره اغيزمن وي .
دستونزو دحل کولو او داړيکو دپياوړتيا په برخه کې داړيکو څرنګوالي  دهېواد ديپلوماسۍ ددستګاه او دسياستوالو  کار دى خو زموږ خلکو ته  مهمه خبره دهغو ناخوالو شتون دى چې له افغانستان  سره دپاکستان په اړيکو کې شته که چيرې نن په تورخم  کې دپاکستان له خوا دتاسيساتو اويا دڅو پوستو دجوړولو خبره ده دانه شي کيداى  دهغو ستونزو کلي تعريف وي چې له افغانستان سره دپاکستان په اړيکو کې شته. دپاکستان دلاس وهنې، تيري او سرغړونو خبره دتورخم له پيښې او قضيې څخه پورته  ده .
  پاکستان له افغانستان سره له تورخم څخه بهر خبرې او خيال لري که چيرې نن دبدخشان په وردوج کې دطالبانو دفعاليت او جګړې خبره ده اويا طالبان په هلمند کې زموږ په خلکو زورزياتي کوي .
که چيرې په شينډنډ  او زابل کې زموږ دخلکو په وژنې لاس پورې کوي داټول په افغانستان کې دپاکستان داستخباراتي سازمانونو او پوځيانو دشتون ثبوت دى .
هغه کسان چې نن دطالب په نامه او په افغاني جامو سره دخلکو پرخلاف په جګړه کې دي، په هېواد کې بنسټونه  ويجاړوي، کانونه لوټوي دافغانستان دپرمختګ او ترقۍ مخه نيسي په حقيقت کې دپاکستان ګوډاګيان دي چې ددغه هېواد دعسکرو په توګه په افغانستان کې دپاکستان نيابتي جګړه تعقيبوي  که چيرې  داسې نه ده د پاکستان پخواني جمهور رييس پرويز مشرف القاعده او طالبان دپاکستان اتلان نه بلل .
ددغو خبرو موخه داده چې پاکستان له هغو مسئلو څخه پورته مقصدونه او پروګرامونه لري چې په تورخم کې طرحه کيږي .
دغه هېواد دافغانستان په جګړه او جهاد کې ځان دهغو هېوادونو په رديف کې بولې چې له پخواني شوروي اتحاد سره په سيالۍ کې وو. دغه شان يوې انګيزې  او خيال پاکستان دستراتيژيکي پروګرامونو او امتياز اخستلو په فکر کې کړى دى .
هغه هيئت چې له افغانستان څخه پاکستان ته ځي او دتورخم په ساحه کې نوى  پيداشوې شخړه  به ددغه هېواد له مقاماتو سره طرحه کړي خو خلک غواړي چې له پاکستاني لوري سره  خبرې دې رغنده  ، رڼې او په ډاګه  وي بايد ديوې خاص مسئلې په باب  خبرې ونه شي بلکې دغه خبرې دې په  بنسټيز  ډول دهغو ټولو مسئلو دحل کولو پيل وي چې ددواړو هېوادونواړيکو ته يې زيان اړولى دى. که چيرې پاکستان له افغانستان سره دسرحدي ستونزې خبره لري طالب ، داعش او القاعده دافغانستان ستونزه ده چې په پاکستان کې اړه لري .
هغه ډلې چې دافغانستان  پرخلاف دفشار  دوسيلې په توګه ورڅخه کار اخستل کيږي ، ښه به وي   چې دهېواد دديپلوماسۍ  دستګاه  له پاکستان سره خبرې دمعتبرو نړيوالو سازمانونو تر څارنې لاندې پيل او دوام ورته ورکړي چې دافغانستان په وړاندې دبهرنيو مغرضانه سياستونو په برخه واقعيتونه لاپسې  روښانه اوڅرګند شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته