امنیت

د لوى څارنوالۍ عالي شورا غونډه وکړه

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
د لوى څارنوالۍ د عالي شورا غونډه نن د دغې ادارې د سرپرست څارنپوه نورحبيب جلال په مشرۍ جوړه شوه.
د لوى څارنوالۍ د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د لوى څارنوالۍ مرستيالانو او د دغې ادارې ټولو رييسانو برخه لرله ؛ د بېلابېلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول. د دغې غونډې لومړۍ موضوع د دغې ادارې د تدارکاتي موضوعګانو په تېره بيا د نفتي توکو د قرارداد په باب د مالي او اداري رياست وړانديز و چې عالي شورا ته پيشنهاد شو. شورا په دې باب د تدارکاتو د قانون په اهميت باندې ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه چې ټول قراردادونه دې له دغه قانون سره سم او د تدارکاتو د عالي کميټې په همغږۍ سره ترسره کړى شي.
په دې غونډه کې يوه بله مهمه موضوع په نه علاج وړ ناروغۍ د اخته بنديانو د حالت څېړنه وه. د هېواد له نافذو قوانينو سره سم،  که چيرې په جيل کې کوم بندي په نه علاج وړ ناروغيو اخته وي؛ د قانون د حکمونو په پام کې نيولو او د بشر د حقوقو په رعايتولو سره کولاى شي د درملنې په خاطر د معتبر ضمانت په قيد سره آزاد شي. البته دغه عمل د نه علاج وړ ناروغيو د څيړنې د کميسيون له تاييد وروسته امکان لري.
په دې باب عالي شورا خپلې شخصي او علمي نظريې داسې وړاندې کړې چې هم بنديان د خپلو بشري حقوقو له اصولو څخه بې برخې نه شي او هم د هېواد جزايي قوانين په سمه توګه رعايت شي.
د لوى څارنوالۍ عالي شورا دغه راز د څارنوالانو د معاشونو او د کادري امتيازاتو د زياتوالي د طرحې په باب خبرې وکړې او دا کار يې په اداره کې د اصلاحاتو د پراخ بنسټه کولولپاره ګټور ګام وباله.
د يادونې وړ ده چې د لوى څارنوالۍ عالي شورا په اوونۍ کې يو ځل د لوى څارنوال او د دغې ادارې د مرستيالانو او د مرکزي رييسانو په شتون غونډه کوي او د دغې ادارې د مهمو موضوعګانو په باب پريکړې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته