خبرونهورزش

په خوست کې د والیبال سیالۍ پيل او په غور کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د تلې ۴ مه، باختر

په خوست کې د ورزش ادارې مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ټنیو ولسوالیو کې د د والیبال سیالۍ پیل شوې.

یادې سیالۍ د تڼيو ولسوالۍ په ګلاب خان عالي لېسه کې د دغې لېسې د څلور غوره لوبډلو ترمنځ د ورزش ګټو تر عنوان لاندې پیل شوې چې دولس ورځې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې په غور ولایت کې د فوټبال غوره ليګ د “اتفاق ارش” لوبډلې په بريا پاى ته ورسېد.

د غور ولايت فوټبال غوره ليګ، چې د فيروز کوه ښار په ورزشي سټډيوم کې” ٤٥”ورځې وړاندې د “١٠”لوبډلو ترمنځ پيل شوی و، د “اتفاق ارش” لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.

په دغو سياليو کې د ښاروالۍ لوبډلې د “١٧”امتيازونو سره دويم او خراسان کمپنیو ګروپ د “١٦”امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د فوټبال دغه غوره ليګ د اتلانو لوبډلې ټاکلو او په “٢٠٢٣”کال کې د هرات ولايت غرب زون اتلانو ليګ سياليو کې د ګډون په موخه ترسره شو.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا